Asset 1SWN

زندانیانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابریږي

GwmCbAoXgAA8Rv9

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال محمد زاهد احمدزي د زندانونو چارو د سمون ادارې د تعلیم او تربیت مشر مولوي نظرمحمد ناصري سره لیدنه کې زندانیانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو د زمينې په برابرولو خبرې کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن (پنجشنبه، اسد دویمه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې دغه لیدنه کې د زندانیانو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو د زمینې په برابرولو، زندانونو کې د ماشومانو په روزنې او د فني زده‌کړو فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکړې بحث شوی، څو تر ازادېدو وروسته هغوی ته د کاروبار زمینه برابره شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال وویل، د هوکړې له لاسلیک وروسته به د زندانیانو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي، څو راتلونکې کې نه یوازې داچې جرمونو ته مخه نه‌کړي، بلکې د خپلې کورنۍ لپاره حلاله نفقه هم پیدا کړي.

دا داسې مهال دی چې د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړې پروګرامونو د انسجام او بسیج امر زاهدالله سلیمي څه موده وړاندې کابل کې یوې غونډې ته ویلي وو، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې سره یې د زندانیانو لپاره د سواد زده‌کړې هوکړه لاسلیک کړې.

هغه ویلي وو چې د دغې هوکړې پر بنسټ به، د هېواد په ۳۹ زندانونو کې د څه باندې ۲ زره زندانیانو لپاره د سواد زده‌کړې زمینه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام