وروسته له هغې چې اسراییلو د حزبالله ډلې ځینې مشران لهمنځه یوړل او د یادې ډلې پروړاندې یې، لبنان کې ځمکني عملیات پیل کړل، حزبالله یوې اوږدې جګړې ته د چمتووالي لپاره د قومندې نوی مرکز جوړ کړی دی.
رویټرز خبري اژانس نن شنبه اکتوبر ۱۲مه د څلورو سرچینو له قوله ویلي، د اسراییلو عملیاتو سره سره د نوې قومندې مرکز جوړولو کارونه روان دي چې د توغندیو د وېشتلو وړتیا ترڅنګ به له دې مرکز جګړه مدیریت کېږي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حزبالله د تېرو درېوو اوونیو پرمهال د اسراییلو له ځپونکو بریدونو سره مخ دی، په ځانګړې توګه د یادې ډلې د مشر حسن نصرالله له وژنې وروسته تر بل هر وخت پر دې ډلې بریدونه زیات شوي دي.
د رویټرز راپور له مخې، حزبالله اوس لبنان کې د اسراییلي ځواکونو پر وړاندې د مقاومت پر لارو چارو بوخته ده.
په راپور کې د سرچینو له قوله ویل شوي چې حزبالله لاهم د وسلو پراخې زېرمې لري او پرمختللي توغندي هم ورسره دي چې لا یې نهدي کارولي.
د یادې ډلې مرستیال نعیم قاسم څو ورځې وړاندې ویلي و چې له اوربند ملاتړ کوي، خو په وینا یې، د یادې ډلې ځواک او توان پر خپل ځای پاتې دی.