«نیوکاسل» ناروغي د الوتونکو او بیا په ځانګړې توګه د چرګانو ترمنځ یو له خطرناکو ویروسي ناروغیو څخه شمېرل کېږي چې په دې وروستیو کلونو کې د کندوز د چرګانو په فارمونو کې په زیاته اندازه خپره شوې ده.
دا ناروغي په چټکۍ د خپریدو ترڅنګ کولای شي، په لنډ وخت کې د چرګانو فارمونو ته په لوړه کچه زیان ورسوي.
په کندوز کې د چرګانو فارملرونکي وايي چې د دوی په چرګانو کې د دې ناروغۍ نښې نښانې لکه پرنجی، بېهوښي، فلج، د هګیو تولید کمیدل او له وخت څخه مخکې مړینه په ناڅاپي توګه راښکاره شي. فوزیه د کندوز د باغمیر کلي یوه ۴۰کلنه ښځه ده چې د چرګانو د پالنې کوچنی فارم لري.
نوموړې وايي، د نیوکاسل ناروغۍ له امله یې په پرلهپسې څو ورځو کې ډېر شمېر چرګان له لاسه ورکړي دي. هغه وايي، د منظم واکسین د نشتوالي له امله یې فارم هرکال د تولید پرمهال له ستونزو سره مخ کېږي او زیان ویني.
دې وویل: «د نیوکاسل په نوم ناروغي تل د چرګانو په منځ کې شتون لري او تلفات هم له ځانه سره لري. ما اویا چرګان درلودل، اوس پنځوس پاتې دي. زه ناروغ چرګ له نورو چرګانو څخه جلا ساتم. له چارواکو څخه زموږ غوښتنه دا ده چې زموږ ملاتړ وکړي، تازه چرګان وویشي تر څو د تلف شویو هغو ځای ونیسي.»
نظیره او شمین ګل دوه نورې کلیوالي مېرمنې دي چې عمرونه یې ۴۰ او ۴۵ کاله دي او د چرګانو په کوچنیو فارمونو کې کار کوي. دوي هم د نیوکاسل ناروغۍ د خپریدو او د هغې له امله د رامنځته شویو زیانونو په اړه شکایت کوي.
د دوي په وینا، دا ویروس نه یوازې د چرګانو د مړینې لامل شوی، بلکې د فارمونو ضدعفوني کولو لګښتونه یې هم زیات کړي او درملنه یې هم د پام وړ ګرانه تمامیږي. دوي زیاتوي، تراوسه هېڅ حکومتي او خصوصي ادارې ملاتړ نه دی کړی.
نظیره وايي: «له یوې میاشتې کمه موده کیږي زما چرګان ناروغ دي. تر اوسه پورې لس چرګان مړه شوي، یو شمیر یې له ناروغۍ وروسته هګۍ نه اچوي. نورو یې وزن کم کړی دی. د دوی غوښه د خوړلو وړ نه ده. دې ناروغۍ چې هر ځل چرګان نیولي تلفات یې رسولي دي. زموږ لپاره د چرګو او چرګوړو ساتل خورا ستونزمن شوي دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شمینګل: «دا ناروغي همېشه د چرګانو په منځ کې شتون لري او په ژمي کې زیاتیږي. دا ناروغي په غوښې او هګیو ډیره اغیزه لري. دوي له هګیو اچولو لویږي او وزن له لاسه ورکوي. حتی هغه کسان چې د غوښې لپاره چرګان اخلي، هغوي یې هم ارزانه اخلي. له ډېرو ستونزو سره مخ یو. چرګان مو کمیږي او د هګیو او غوښې بیه لوړیږي. زموږ غوښتنه دا ده چې مرسته راسره وکړي، واکسین راته برابر کړي څو له دې ناروغیو زمونږ فارمونه خلاصی پیدا کړي.»
بلخوا حیواني ډاکټران وايي چې د نیوکاسل ویروس په دې ناروغۍ له ککړو چرګانو سره د مستقیم تماس، یوځای خوراک، اوبو څښلو او غیرصحي وسایلو کارولو له امله خپرېږي.
د منظمط څارنې نشتوالی، په وخت واکسینو ته نه لاسرسی او د چرګانو د فارمونو لرونکو کم پوهاوی د دې ناروغۍ د خپریدو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.
په کندوز کې د چرګانو متخصص عبدالجلیل حساس وايي، که منظم واکسین ترسره نهشي او د حفظالصحې اصول مراعات نهشي، نو د نیوکاسل ناروغي کولای شي، په څو ورځو کې یو فارم په بشپړه توګه لهمنځه یوسي.
نوموړی زیاتوي، د تشخیص لپاره د وړ وسایلو او اسانتیاوو نه موجودیت، د باکیفیته واکسینو نه پیدا کیدل او د فارم لرونکو روزنې ته نه پاملرنه، ددې ویروس د خپریدو نور عوامل دي.
هغه وویل: «دا ویروس د کندز د چرګانو په ډیری فارمونو کې شتون لري. نښې نښانې پرنجی، د پوزې بهیدنه، او عصبي نښې نښانې لکه د غاړې کږیدل او د لاسونو او پښو فلج دي. تر اوسه پورې د دې ویروس د مخنیوي لپاره کوم ځانګړی واکسین نه دي موندل شوي. یوازینۍ لاره د منظم واکسین کول، د حفظ الصحې اصولو رعایت، قرنطین کول او د وسایلو ضدعفوني کول دي. له بده مرغه، موږ په کندز کې ګټور واکسین نلرو.»
په همدې حال کې د کندوز د کرنې ریاست د حیواني روغتیا عمومي مدیر ډاکټر محمد اسماعیل پاییز وايي، د نیوکاسل ناروغي ددې ولایت د چرګانو په صنعت کې یوه له جدي ننګونو څخه ده چې د چرګانو فارم لرونکو ته یې پراخ اقتصادي زیانونه رسولي دي.
هغه زیاتوي چې د وړ واکسینونو چمتو کولو او د چرګانو فارم لرونکو لپاره د عامه پوهاوي ترسره کولو هڅې روانې دي.
پاییز وايي، له حکومتي چوکاټ څخه خصوصي سکټور ته د څارویو د درملنې، وقایې د مسؤلیت سپارلو او هم مهاله د انسانانو او څارویو ترمنځ د مشترکو ناروغیو پیدا کیدلو په مخنیوي کې دا اداره د مداخلې صلاحیت نه لري.
نوموړی وايي: «نیوکاسل ناروغي د مرغانو، په ځانګړې توګه د چرګانو په منځ کې یوه ډېره خطرناکه او عامه ویروسي ناروغي ده. دا ناروغي ډېر اقتصادي زیانونه اړوي او په چټکۍ سره له یوې څخه بلې ته خپریږي. د مخنیوي لپاره یې منظم واکسین، په فارمونو کې د حفظ الصحې اصولو رعایت، او د چرګانو د ننوتلو او وتلو کنټرول له مهمو اقداماتو څخه دي چې باید په پام کې ونیول شي.»
نیوکاسل نومي ناروغي د کندز د چرګانو په فارمونو کې یوه له زیان اړونکو جدي ننګونو ده چې تازه را پیدا شوې ده. دا ناروغي د پام وړ زیانونو او تلفاتو تر څنګ، د غوښې او هګیو تولید کموي چې ورسره په بازارونو کې د دوي بیه لوړیږي. کارپوهان ټینګار کوي چې د منظمو واکسینو تطبیق، صحي لارښوونو ته پام، د چرګانو د فارمونو د وسایلو ضدعفوني کول هغه اساسي لارې چارې دي چې کولای شي له دې ویروسي ناروغۍ څخه د فارمونو په ساتنه کې مؤثرې تمامې شي.