Asset 1SWN

سلام وطندار

لوګر کې د څلور ولایتونو د والیبال سیالي «پېروزي کلنګار» لوبډلې وګټلې

IMG-20231228-WA0027

 د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت چارواکي وایي چې د والیبال فدراسیون له لوري په پل‌علم کې د لوګر، میدان‌وردګ، کابل او کاپیسا ولایتونو د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امر انجینیر مزمل نعیم‌زي سلام‌وطندار ته وویل، دغه سیالۍ د والیبال فدارسیون له لوري یوه میاشت وړاندې د لوګر په کوربتوب د څلور ولایتونو غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې چې نن د لوګر د «پیروزي کلنګار» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي دغه‌راز زیاته کړه چې د والیبال سیالیو له جوړېدو یې موخه والیبال ورزش ته وده‌ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ ښې اړیکې رامنځته کول او د دوي ترمنځ د تجربو شریکول وو.

بلخوا د المپیک ملي کمېټې او سپورت عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق وویل، اسلامي امارت د ورزشکارانو کلک ملاتړ کوي او هڅه کوي چې ورزشکارانو ته په خپلو ولایتونو کې د ورزش اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي وثیق زیاته کړه، په دې ورستیو کې سل افغان ورزشکارانو په چین هیواد کې په بیلابیلو سیالیو کې ګډون کړی ده او ښې لاسته راوړنې هم له ځان سره لري.

د ترسره شویو والیبال سیالیو یوه ګډونوال کریم الله سلام وطندار راډیو ته وویل، خوښ ده چې د المپيک ملي کمېټې او سپورت عمومي ریاست له لوري په دغه ولایت کې د څلورو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ په بریالیتوب سره ترسره شوې.

دی زیاتوي، ورته سیالۍ کولای شي چې د ورزشکارانو تجربې پياوړې کړي او د بدني روزنې او ورزش له ادارې څخه غوښتنه کوي چې په لوګر ولایت کې ورزشکارانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

باید وویل شي چې تېره میاشت هم د لوګر ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د ولایت په کچه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوتسال سیالۍ جوړې شوې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام