Asset 1SWN

پر غلام‌خان بندر د لېږد‌رالېږد زیاتوالی؛ سوداګر: ۲ورځې بند او ۵ورځې خلاص وي

IMG-20241012-WA0018

د هېواد د یوشمېر سوداګریزو بندرونو له تړل‌کېدو او لېږد رالېږد کچې کمېدو سره هم‌مهاله د خوست غلام‌خان بندر له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه زیاته شوې.

که څه هم پر دې لارې د سوداګریزو لېږ رالېږد زیات شوی، خو سوداګر او موټرچلوونکي وايي، پاکستانی لوری کمو موټرو ته د تګ اجازه ورکوي چې له کبله یې، ډېری توکي او مالونه خرابېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خوست کې سوداګر فیض‌محمد وايي، د غلام‌خان بندر له لارې د توکو لېږد پر مخه نه‌کېږي. هغه غوښتنه کوي چې په ياده لار دې هره ورځ ډېرو موټرو ته اجازه ورکړل شي.

نوموړي وویل: «زه د انګورو کار کوم هغه بله ورځ زما یو موټر تقربیاً درې شپې دلته په اډه کې ولاړ و او دوه ورځې په قطار کې ولاړ و، بې‌نوبتي کولی نشو، ځکه ټول سبزي ده، کله چې زما مال پېښور ته ورسېده، بنو ته ما وړلوو خو تقریباً مالو خو هسې لاړو د کسټم پیسې یې پوره نهذکړې، ۲ لکه او ۶۸زره ۴۰۰ روپۍ ما له جیبه مصرف کړې. رومي بانجان، پياز او انګور ټول همداسې دي خلک بيخي تباه شول چې يو موټر چې خپل مصارف پوره نه‌کړي او د کاريګر مصارف پوره نه‌کړي.»

یو بل سوداګر سيداحمد بیا نیوکه کوي چې د لارې بندیدو او په ورځني ډول کمو موټرو ته د پاکستان له لوري اجازه ورکول، د دې لامل شوی چې سبزۍ او مېوې خرابې شي چې له امله یې سوداګر میلیونونه افغانۍ تاوان کوي.

هغه وویل: «غلام‌خان بندر دوه ورځو لپاره خلاص وي؛ د پنځو ورځو لپاره بند وي، موږ افغاني تجارانو ته سخت تکلیف دی. په لکونو تاوان یې وکړ، انګور، روميان او نورې سبزی خرابې شوې. دا نور مالونه خو ولاړ دي، دا انګور او سبزيجات په شپو، شپو ولاړ وي. موږ له دواړو حکومتونو غوښتنه کوو چې موږ ته بندرونه خلاص کړي او ترانسپورت د سیاست ښکار نه کړي.»
د خوست د سوداګری او پانګونې خونې مشر نواب امیرزي هم سلام‌وطندار ته وويل چې اوس وخت کې بايد تر ۳۰۰ موټرو ته اجازه ورکړل شوې وای چې پاکستان ته اوښتي وای، خو پاکستان له لوري یوازې ۶۰ يا ۷۰ موټرو ته اجازه ورکول کېږي.
هغه وویل: «د ورځې بايد زموږ ۳۰۰ موټر بايد تللي وای د تازه ميوې او سبزيجاتو خو متاسفانه په اوس وخت کې شپيته يا اويا موټرو ته اجازه ورکوي هغه هم په مشروط ډول چې دوی هم راځي او زموږ هم ورځي.»

د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شبیراحمد عثماني بيا وايي، له پاکستان سره د هېواد نورو بندرونو کې ستونزو له امله پر غلام‌خان لاره تجارت زيات شوی چې له کبله يې موټر چلوونکو او سوداګرو ته ځينې ستونزې رامنځته کړې دي. هغه ډاډ څرګند کړ چې په غلام لاره کې شته ستونزو د حل لپاره به عملي ګامونه پورته شي.

هغه وویل: «په ډېرو بندرونو باندې لارې بندې دي یوازې دلته لار خلاصه ده نو د ټول افغانستان فشار پر دې ځای دی په دې وجې سره موټر چلوونکو ته یو څه مشکل جوړ شوی او اوس هم لاره خلاصه ده خو لاره په مکمل ډول خلاصه ده مشکل نشته البته بيروبار زيات دی سامانونه او تجارتي توکي زيات ولاړ دي په دې وجه يو څه مشکل شته.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

غلام‌خان لار د پاکستان کراچی بندر سره د هېواد د نورو سوداګریزو بندرونو په پرتله لنډه لار ده، خو کلونه کېږي چې سوداګر او د دغه ولایت اوسېدونکي یې، د رسمي ترانزیټ او په‌کې د بشپړو سوداګریزو اسانتیاوو غوښتنه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام