Asset 1SWN

سلام وطندار

پروان کې خلکو په ۵ میلیون افغانۍ شخصي لګښت ښوونځی جوړ کړی

IMG-20250724-WA0208

د پروان د پوهنې ریاست مسوولان وايي، د دغه ولایت سرخ‌پارسا ولسوالي کې د ولس له لوري په ۵ میلیون افغانۍ شخصي لګښت یو ښوونځی ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د دغه ولایت د پوهنې رییس سید محمد فیضي سلام‌وطندار ته وویل، دغه ښوونځی د سرخ‌پارسا ولسوالي د ترکمن درې «دولت‌خاني» سیمه کې د یو کال په موده کې په اساسي ډول جوړ شوی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دغه ښوونځی ۱۰ ټولګي او د اوبو رسولو سیستم هم لري.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم پروان او یوشمېر نورو ولایتونو کې د ولس له خوا ورته ښوونځي او دیني مدرسې جوړې شوي دي.

دا داسې مهال دی چې لا هم د هېواد ډېری لرې پرتو سیمو کې ګن شمیر ماشومان او تنکي ځوانان له زده‌کړو بې‌برخې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام