د پکتيا ډنډپټان ولسوالي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت په څلور میلیونه او ۵۰۰زره افغانیو یو پُل جوړ او ګټېاخیستنې ته یې وسپاره.
یاد پُل «شنبه، مرغومې ۳۰مه» د سیمو اوسېدونکو او چارواکو لهخوا ګټېاخیستنې ته سپارل شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پټان ولسوالي اړوند د «مقبلو درې» يوه قومي مشر لېونخېل وايي چې د ياد پُل جوړېدو لپاره ځانګړې کمېټه ټاکل شوې چې پر مټ یې د یادې سیمې او له هېواده بهر مېشتو مقبلو قوم مسافرو څخه یې ۴.۵ میلیونه افغانۍ راټولې کړې وې.
د نوموړي په وینا، په راټولو شویو افغانیو یې دغه پُل جوړ او ګټېاخیستنې ته سپارلی دی.
جوړ شوی پُل ۱۶ متره اوږدوالی او شپږ متره پلنوالی لري چې ۸۷۶ متره مکعب استنادي ديوال هم ورته جوړ شوی دی.
نوموړي وویل: «خلک بيخي په مشکل کې و، بيا موږ کمېټه جوړه کړه، بيا مو چنده ورته وکړه. پُل مو پرې جوړ کړ، يوازې يو سل او پنځوس زره افغانی د ولايت مقام هم پهکې را کړې وې.» هغه زیاته کړه چې پر دې لاره خوست ته هم خلک تګراتګ کوي.
هغه وويل چې د پسرلي په موسم کې چې اورښتونه به زيات شول د ولسوالي مرکز او ګردېز ته به د خلکو تګ راتګ ستونزمن و.
د پکتيا ولايتي مسولان د خلکو لخوا د پله د جوړولو چاره ستايي او ژمنه کوي چې د خلکو اساسي ستونزو د حل لپاره هلې ځلې کوي.