یوشمېر هېوادوال د انټرنېټ د لوړې بیې او ټیټ کیفیت په اړه شکایت کوي او وايي، له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان انټرنېټ د پرتلې وړ نهدی. د هرات اوسېدونکی عزیزاحمد په هېواد کې د انترنېټ ټیټ کیفیت په اړه وايي، انټرنېټ د خپلو خپلوانو د پوښتنې لپاره چې په ګاونډیو هېوادونو کې ژوند کوي، کاروي، خو د ټیټ کیفیت له امله نهشي کولای سمې اړیکې ورسره ټینګې کړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي: «په افغانستان کې د انټرنېټ بیه لوړه ده او مجبور یوو چې په میاشت کې یو یا دوه ځله یې د خپلوانو د خبر اخیستلو لپاره چې په ایران کې دي، فعال کړو، خو ډېر کمزوری دی. کله چې غږ لېږو، باید لوړ ځای ته وخېژو یا هم مخابراتي پایې ته نږدې ودرېږو. کله چې ایران کې وم، هلته انټرنېټ ډېر ارزان و؛ ۱۰ جيبي شاوخوا ۴۰ افغانۍ کېدې، خو دلته شپږ یا اووه سوه افغانۍ کېږي. نه چارواکي او نه هم مخابراتي شبکې دا ستونزې حلوي.»
د ننګرهار اوسېدونکی غلامیحی هم د انټرنېټ د ټیټ کیفیت په اړه اندېښنه لري او وايي، لس جيبي انټرنېټ فعالوي، خو د ټیټ کیفیت له کبله ترې هېڅ سمه ګټه نهشي ترې اخیستلی.
د بدخشان د شغنان ولسوالي یوه اوسېدونکې رمزیه جویا بیا د انټرنېټ د ټیټ کیفیت له کبله د افغانستان د مخابراتي شرکتونو د سیمکارتونو پر ځای، د تاجکستان سیمکارت کاروي. هغه وايي: «په شغنان کې د داخلي سیمکارتونو انټرنېټ هېڅ کار نه کوي او مجبور یوو چې د تاجکستان سیمکارتونه وکاروو. سیمکارتونه یې هم ډېر نه پیدا کېږي؛ ځکه په نورو هېوادونو کې یې د کارولو اجازه نه ورکوي. د انټرنېټ بیه یې هم ډېره لوړه ده، خو مجبور یوو.»
د ولایتونو تر څنګ، په پلازمېنې کابل کې هم خلک د انټرنېټ د لوړې بیې او ټیټ کیفیت په اړه شکایت کوي. د کابل اوسېدونکی صدیق پوپلزی وايي: «د انټرنېټ بیه لوړه، خو کیفیت یې ټیټ دی. ډېری سایټونه په افغانستان کې بند دي او کله چې ويپياېن کاروو، هېڅ کار نه کوي. مسوولان دې ورته پام وکړي.»
بلهخوا د سرپرست حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجي ویاند جلالالدین شمس هم مني چې په هېواد کې د انټرنېټ کیفیت ټیټ دی، خو په خبره یې، د دغه وزارت تخنیکي ټیمونه په ټولو ولایتونو کې د انټرنېټ د کیفیت ښه کولو لپاره له مخابراتي شبکو سره ګډ کار کوي.
دا په داسې حال کې ده چې لا هم په یوشمېر ولايتونو کې خلک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسى نهلري او په ځینو لرې پرتو ولسواليو کې یې خلکو ته ستونرې جوړې کړې دي.