Asset 1SWN

فلسطینۍ مور: که خواړه خلاص شي، ښايي شګې وخوروو

AP25116796753358-1745744307

په غزه کې د اسراییلو روانو بریدونو او کلابندۍ له امله ډېری کورنۍ وايي چې خپلو ماشومانو ته خواړه نه‌شي برابرولی.

مریم النجر چې ۱۱ کسیزه کورنۍ لري، وايي یوازې د جمعې پر ورځ یې، یو وخت خواړه خوري چې وریجې او مټر دي.

دا وايي، د جمعې ورځ د فلسطینیانو ترمنځ مقدسه ده او دوی پر دې ورځو ښه خواړه پخوي، خو د کلابندۍ او جګړې له کبله دوی وریجې او مټر خوري.

هغې اسوشېډېډپرېس ته ویلي: «اوس موږ مټر «نخود» او وريجې خورو. موږ هېڅکله د جګړې څخه مخکې مټر نه‌دي خوړلي. یوازې په دې جګړه کې چې زموږ ژوند یې، وران کړ.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړې زیاته کړې، که خپلو ماشومانو ته پاخه نخود پیدا نه‌کړي، خیریه پخلن‌ځیو ته ورځي او که هلته هم څه نه‌وي، بوره او یا وچه ډوډۍ که ورته پیدا شي، نو اوبو کې یې، وړه وي او ماشومانو ته یې، ورکوي.

مریم النجر ويي، اندېښمنده که غزه کې پاتې خواړه خلاص شي، «ښايي شګې وخوري.» د نوموړې په وینا، که غزه که خواړه نه‌وي، څنګه به خپل ماشومان مړوي.

ملګروملتونو تازه ویلي چې غزه کې روانې جګړې څه باندې دوه میلیونه فلسطینیان بې‌ځایه کړي چې ډېری یې، اوس له لوږې او خوارځواکۍ سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام