Asset 1SWN

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر: حماس به له جګړې وروسته حکومت ونه‌کړي

AFP__20250423__43897ED__v1__HighRes__PalestinianIsraelConflictPoliticsPlo-1745484338

د فلسطین د خپلواکې ادارې مشر محمود عباس اعلان کړی چې دغه اداره به د عربي هېوادونو او نړیوالې ټولنې په مالي او سیاسي ملاتړ، د غزې پوره واک پر غاړه واخلي.

هغه ټینګار وکړ چې حماس به د جګړې له پای ته رسېدو وروسته په حکومت کې هېڅ ډول ونډه ونه‌لري او بیا یې څرګنده کړه چې د غزې سیمه د فلسطین نه بېلېدونکې برخه ده.

عباس په نیویارک کې د نړیوال کنفرانس په غونډه کې وویل: «حماس باید خپلې وسلې د فلسطین خپلواکې ادارې ته وسپاري، ځکه موږ د بې‌وسلې هېواد غوښتونکي یو.»

هغه همدارنګه وویل چې د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو د ترسره کولو چمتووالی به د جګړې له پای ته رسېدو، وروسته د یوه کال په موده کې غزه کې وشي.

عبسا ټینګار وکړ چې هر ګوند یا نوماند چې د ټاکنو په برخه کې ګډون غواړي، باید د فلسطین د ازادۍ سازمان د سیاسي برنامې، نړیوال مشروعیت او د «یوه ځواک، یوه قانون او یوه مشروع امنیتي ځواک» اصل ته ژمن پاتې شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې د اوربند ژر او دوامداره تامین، غزې ته د بشري مرستو بشپړ لاسرسی، د نیول شویو او بندیانو خوشې کول، د اسراییلي ځواکونو وتل او د لومړنیو رغنیزو او بیا جوړونې پروسو پیل، د غزې له لومړیتوبونو څخه دي.

ټاکل شوې چې د فلسطین د دولت د رسمي پېژندنې موضوع د ملګروملتونو د عمومي مجمع د کلنۍ غونډې په جریان کې چې د سپټمبر په ۹مه په نیویارک کې پیلېږي، مطرح شي.

په ورته وخت کې حماس بیا  اعلان کړی چې د فلسطین د دولت د جوړېدو پورې به خپلې وسلې پر ځمکه کې نه‌ږدي. دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې د غزې په سیمه کې د اوربند د رامنځته کولو خبرې له خنډ سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام