Asset 1SWN

سلام وطندار

روانه میاشت د پاکستان د تحصیلي بورسونو انلان ازموینه اخیستل کېږي

Teenage boy wearing headphones works at desk in his bedroom

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمدصادق وايي چې روانه میاشت به د علام اقبال تحصیلي بورسونو له شاوخوا ۲۲زره افغانانو انلاین ازموینه واخیستل شي.

نوموړي پرون جمعه، جنورۍ لسمه پر خپله اېکس‌پاڼه همداراز لیکلي چې د علام اقبال درېیم پراو تحصیلي بورسونو کې به تر راتلونکو درېوو کلونو ۴۵۰۰ افغان زده‌کوونکي د پاکستان په پوهنتونونو کې لوړې زده‌کړې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

محمدصادق لیکلي: «روانه میاشت به ۲۲ زره غوښتونکي په «انلاین» بڼه ازموینه ورکړي او وروسته به د نوماندانو د غوره کولو لپاره وروستۍ مرکې وشي. بورسونو ته د نوماندانو د غوره کولو بهیر به ۴۵ ورځې ونیسي.»

محمد صادق زیاته کړې چې د پاکستان پوهنتونونو کې د دغو زرګونو بورسونو ۳۳سلنه یې، افغان نجونو ته ځانګړي شوي دي.

(۱۵) Mohammad Sadiq on X: “I chaired a meeting of Afghanistan Central Asia/Azerbaijan Inter-governmental Coordination Cell (ACICC) to announce the launch of second tranche of third phase of Allama Iqbal Scholarships Programme for Afghan students. This phase offers 4,500 vacancies over three years, https://t.co/mcMSa7cyXD” / X

د پاکستان په تحصیلي بورسونو کې د طب، انجینیري، کرنې د زده‌کړو د څانګو په ګډون د ماسترۍ او دوکتورا ترې کچې لوړې زده‌کړې شاملې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د پاکستان د لوړو زده‌کړو کمېسیون په ۲۰۲۳ کال کې هم افغان زده‌کوونکو لپاره ۴۵۰۰ بورسونه اعلان کړي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام