د پاکستان د کورنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې د روان کال د لسو میاشتو پرمهال دغه هېواد کې د بریدونو له امله ۵۷۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د یاد وزارت د مسوولانو په وینا، د یادې مودې پرمهال ۱۵۶۶ بریدونه شوي چې د ۵۷۳ سرتېرو په ګډون پهکې ۹۲۴ کسان وژل شوي او ۲۱۲۱ ټپیان دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د یادو بریدونو له ډلې ډېری په خېبرپښتونخوا او تر ټولو کمې پېښې په پلازمېنه کې رامنځته شوي.
د معلوماتو پر بنسټ، خېبرپښتونخوا کې د تېرو لسو میاشتو پرمهال ۹۴۸ پېښې، بلوچستان کې ۵۳۲ پېښې، سیند کې ۲۴ پېښې، پنجاب کې لس او اسلاماباد کې هم دوه پېښې شوي دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په یادو بریدونو کې ۳۵۳ سرتېري ټپیان شوي هم دي. بلخوا په دې بریدونو کې ۳۵۱ ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۶۸ بیا ټپیان شوي دي.
د یاد هېواد د کورنیو چارو وزارت همداراز ټينګار کړی چې له جنورۍ تر اکتوبر پورې د ترهګرو ډلو پر وړاندې ۸۰۰۱ عملیاتونه هم شوي دي.