Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان تازه بريد؛ خوست کې د يوې کورنۍ ۴ کسان شهيدان شوي

د پاکستان برید خوست

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، خوست کې د پاکستان برید پرمهال د يوې کورنۍ ۴ غړي شهيدان او ۳ تنه نور ټپيان شوي.

حمدالله فطرت نن پنجشنبه د حوت ۲۱ / مارچ ۱۲ پر اېکسپاڼه لیکلي چې د خوست د عليشېرو ـ تريزيو ولسوالۍ اړوند د «صدقو» کلي د «بدرګې ګورګورې» سيمه کې تېره شپه شاوخوا څلور بجې د پاکستاني پوځ له لوري د عامو خلکو پر کورونو او د کوچيانو پر خېمو د توپونو او هاوانونو بريدونه شوي.

هغه ویلي چې د دغو بريدونو کې د کوچيانو د يوې کورنۍ د يوې ښځينه او يو نارينه په ګډون ماشومان، چې يو يې نجلۍ او بل هلک و، شهيدان شوي او ۳ تنه نور ماشومان ټپيان شوي دي.

ښاغلي فطرت لیکلي چې د کـونړ د منورې ولسوالۍ بېلابېلو سيمو کې هم ۳۲ مرمۍ لګېدلي چې تلفات نه‌لري.

همداراز د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په مختلفو کلیو او بانډو (ګلاپړۍ، شونکړۍ، ګنجګل، ناوه، څپري او ناوې) ساحاتو ۱۱۰ مرمۍ لګېدلي چې ځاني زیان نه‌لري، خو د جعفر په نوم د یو وګړي کور تخريب شوی.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال زیاته کړې چې د کونړ ناړۍ ولسوالي دوکلام، بریکوټ او څونګلی  سيمو باندې هم ۶۵ مرمۍ لګېدلي چې ولسي خلکو ته يې درانه مالي زيانونه اړولي.

دغه‌راز خاص کونړ ولسوالۍ کې د لکې تیګي، لړم کڅ او په شالۍ سیمو ۱۴ توپونه لګېدلي چې مالي او ځاني زيان نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام