د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمداصف وايي، که له اسلامي امارت سره یې، رامنځته شوې ستونزې د خبرو له لارې هوارې نهشي، په وینا یې، له افغانستان سره يې «ښکاره جګړه» ده.
هغه دغه څرګندونې پرون شنبه، اکتوبر ۲۵مه د پنجاب په سیالکوټ ښار کې له رسنیو سره د خبرو پرمهال کړې دي.
نوموړي ویلي: «دا چې ا.ا په کومو شرطونو سوله غواړي، دا یو څه په دوحه کې او یو څه په استانبول کې چې کومې خبرې کېږي، په هغو کې به څرګند شي، که د دوی شرایط زموږ لپاره ګټور وي، هوکړه به هرومرو کېږي.»
د پاکستان دفاع وزیر دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې د افغانستان او پاکستان پلاوي د دوحې خبرو وروسته دامهال د ترکیې په استانبول ښار کې پر دویم پړاو خبرو بوخت دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې د اکتوبر پر ۱۸مه د قطر او ترکيې په منځګړيتوب په دوحه کې د پاکستان او اسلامي امارت ترمنځ د اوربند او سولې خبرې پیل شوې چې وروسته بیا د اکتوبر پر ۱۹مه د پر یوې هوکړې پای ته ورسېدې.
افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت تراوسه د پاکستان د دفاع وزیر دې څرګندونو په تړاو په رسمي توګه څه نهدي ویلي.