Asset 1SWN

سلام وطندار

افغانستان سره د پولو تړل؛ د پاکستان د درملو ۲۰۰میلیون ډالري صادرات په‌ټپه درېدلي

د پاکستان سوداګرۍ لارو تړل کېدل

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې افغانستان سره د پولو تړل کېدو له امله د پاکستان د سوداګرۍ هغه مهم دهلېز فلج شوی چې کلنی ارزښت یې میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.

ډان ورځپانې نن (چهارشنبه، قوس ۲۶) یوه تازه راپور کې د پاکستان ـ افغانستان د صنعت او سوداګرۍ ګډې خونې مرستیال ضیاالحق سرحدي په خبره ویلي، د لارو له تړل کېدو وړاندې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزه سوداګري له ۲ تر ۳ میلیاردو ډالرو پورې وه، خو اوس په ټپه ولاړه ده.

د ډان ورځپاڼې د پاکستاني سوداګرو په خبره ویلي، د درملو او جراحي وسایلو سوداګري چې کلنی ارزښت یې نږدې ۲۰۰ میلیون ډالرو ته رسېږي، په بشپړه توګه درېدلی چې له امله یې د پاکستاني درمل جوړولو شرکتونو لپاره د پام وړ عایداتي زیانونه رامنځته شوي.

راپور کې ویل شوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د پولو له دوو میاشتو څخه زیات تړل کېدو پاکستان کې د سوداګرۍ، کارموندنې، حکومتي عوایدو او سیمه‌ییز اتصال پر بهیرونو پراخ او ژور منفي اغېز کړی.

راپور کې راغلي چې افغانستان سره د پولو له تړل کېدو وړاندې د کرنې او ودانیزو توکو په برخه کې د پاکستان ورځني صادرات له ۵۰ تر ۶۰ میلیون ډالرو ته رسېدل چې په کې سمنټ، بوره، کېنو، کچالو، درمل او د جراحي وسایل شامل وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ډان ورځپاڼې لیکي چې د سوداګرۍ روان ځنډ لا دمخه پاکستان ته له ۴.۵ میلیاردو ډالرو څخه ډېر مالي زیانونه اړولي دي.

د پاکستان ـ افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې مرستیال همدارنګه خبرداری ورکړی چې که وضعیت همداسې دوام وکړي، پاکستان به یوازې د کېنو او کچالو د صادراتو له اړخه، چې د صادراتو موده یې له ډسمبر تر مارچ میاشت پورې ده ـ شاوخوا ۲۰۰ میلیون ډالره نور زیان به وویني.

همدارنګه ویل شوي چې د پاکستان د سمنټو صنعت تر ټولو ډېر زیانمن شوی، ځکه افغانستان د پاکستاني سمنټو د صادراتو یو مهم بازار پاتې شوی.

دې سره، له افغانستان څخه د سکرو صادراتو بندېدو د پاکستان په شمال‌لوېدیځه سیمه کې د صنعتي واحدونو د تولید لګښتونه لوړ کړي.

همدارنګه پاکستاني راپور کې د پاکستاني چارواکو په خبره ویل شوي چې په ناڅاپي ډول د پولو تړل کېدو بشري اغېزې رامنځته کړي چې له امله یې د پولې دواړو غاړو ته لسګونه زره کارکوونکي بېکاره شوي دي.

د ډان ورځپاڼې راپور کې زیاته شوې چې دامهال زرګونه لارۍ‌چلوونکي، مزدوران او باروړونکي اوزګاره دي، په داسې حال کې چې له ۸،۰۰۰ څخه زیاتې لارۍ لا هم د تورخم او چمن لارو کې بندې پاتې دي او لارۍ‌چلوونکي هره ورځ د تمځای کرایې ورکولو ته اړ کېږي، سره له دې چې هېڅ عاید نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام