په پاکستان کې ساینسپوهانو د چرګو داسې نوی نسل رامنځته کړی چې په یوه کال کې څه باندې ۲۰۰ هګۍ اچوي.
دغه چاره چې د یاد هېواد د چرګانو د سکتور لپاره یوه لویه لاستهراوړنه بلل کېږي، د فیصلاباد د کرنې پوهنتون (UAF) ساینسپوهانو د هلو ځلو په مرسته د چرګانو دا نوی نسل رامنځته شوی دی.
د دوی په وینا، یادې چرګې په کال کې څه باندې ۲۰۰ هګۍ اچوي چې له دودیزو اصلي چرګو څخه درې برابره زیاتې دي.
د یاد پوهنتون ساینسپوهانو همداراز ویلي چې نوی نسل د پاکستان له ګرمې هوا سره مقاومت کولای شي او خوراک یې، هم لږ دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یوني ګولډ « UniGold» په نوم د چرګانو دغه نسل د کور له چرګو څخه ښه دی او په وینا یې، کال کې له ۱۷۹ څخه تر ۲۱۲ پورې هګۍ اچوي، په داسې حال کې چې کورنۍ چرګې بیا کال کې یوازې له ۷۰ څخه تر ۸۰ هګۍ ورکوي.
د نوي نسل چرګو د هګیو وزن شاوخوا ۵۲ کیلوګرامه ښودل شوی چې له نورو هګیو ۲۵سلنه درون وزن لري.