Asset 1SWN

د پاکستان استازی: افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمې ثبات لپاره مهم دی

Mohammad-Sadiq-444-r3bcpz2m0gfa82zmlifcjf04uyp86wd7hbp64d21zc

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق کابل ته د سفر په درېیمه ورځ ویلي چې د افغانستان او پاکستان اقتصادي ګټې په نه‌بېلېدونکې ډول یو له بل سره تړلي دي.

کابل کې د پاکستان سفارت (یکشنبه، وري ۳) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان کې سوله او پرمختګ د سیمې ثبات لپاره مهم دی.

هغه تېره ورځ کابل کې د پاکستان سفارت کې د خپل هېواد د بیرغ پورته کولو مراسمو کې ویلي چې: «افغانستان او پاکستان باید د سیمې‌ اقتصادي پرمختګ لپاره خپلې هڅې همغږې کړي. افغانستان د پاکستان تر ټولو مهم سیمه‌ییز شریک دی او دواړه هېوادونه باید یو د بل په همکارۍ، دوه اړخیزې سوداګرۍ او سیمه‌ییزو اړیکو ته پراختیا ورکړي.»

محمد صادق ټینګار کړی چې پاکستان افغانستان سره پیاوړو او ګټورو دوه اړخیزو اړیکو ته ژمن دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته وخت کې کابل کې د پاکستان سفیر عبیدالرحمان نظاماني له کورنیو او بهرنیو ننګونو سره د مقابلې لپاره د خپل هېواد پر غښتلتیا ټینګار کړی دی.

د پاکستان سفارت اعلامیه کې راغلي چې د بیرغ پورته کولو مراسمو کې د هغه هېواد د ولسمشر اصف‌علي زرداري، لومړي وزیر محمد شهباز شریف او د لومړي وزیر د مرستیال محمد اسحاق ډار پیغامونه هم لوستل شوي دي.

د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د تېرې جمعې په ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړ او تردامهاله یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي سره جلا جلا لیدلي دي.

دا په تېرو شاوخوا دریو میاشتو کې کابل ته د محمد صادق دویم سفر دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام