Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستاني درملو بندېدل؛ هرات کې د درملو تولیدي کارخونو تولید زیات شوی

IMG-20251129-WA0008

د هرات محلي چارواکي وايي چې د حکومت د مشرتابه له‌خوا د پاکستاني درملو د وارداتو د بندیز له فرمان وروسته، د هرات د درملو جوړړولو کارخونو د بازار اړتیاوو د پوره کولو مهم رول پر غاړه اخیستی دی.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رییس او د افغانستان د درملو پلورلو مرستیال، محمدناصر امین، وايي: «اوس مهال په دې ولایت کې له ۱۰ څخه زیات درمل جوړولو فابریکې فعالیت کوي او له زرو څخه زیات بېلابېل ډوله درمل تولیدوي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه، د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي ټینګار کوي چې په هرات صنعتي ښارګوټي کې تولیدېدونکې درمل کولی شي، د وارداتي دواوو مناسب بدیل وګرځي.

مسوولان زیاتوي، هغه سوداګر چې پاکستاني درمل واردوي، ورته درې میاشتې وخت ورکړل شوی دی، څو خپل حسابونه تصفیه کړي او وروسته به د دې درملو عرضه بند شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام