Asset 1SWN

کابل ته د صادق‌خان په مشري پاکستاني پلاوي سفر کړی

محمد-صادق-خان-1024x683-1

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق په مشري د دغه هېواد یو پلاوی کابل ته راغلی دی.

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته د صادق خان سفر تاییدوي او وايي چې نوموړی به نن شنبه، وري دویمه د ا. له چارواکو سره وویني.

د پاکستان یوشمېر رسنیو پرون جمعه، وري لومړۍ نېټه راپور ورکړی چې محمدصادق د یوه پلاوي په مشري کابل ته تللی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د سرپرست حکومت ویاند زیاتوي چې د پاکستان ځانګړی استازی به د اسلامي امارت له چارواکو سره د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر ستونزو، د تورخم مسلې، پاکستان کې د افغان کډوالو، سوداګرو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې وکړي.

دا د نږدې درې میاشتو په اوږدو کې کابل ته د محمدصادق دویم سفر دی. له دې وړاندې محمدصادق د مرغومې په څلورمه کابل ته راغلی و او د ډیورنډ کرښې په اوږدو او د دواړو هېوادونو پر اړیکو د اسلامي امارت له چارواکو سره بحث او خبرې کړې وې.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام