Asset 1SWN

د محمد صادق په مشرۍ پاکستاني پلاوي کابل ته سفر کړی

Untitled-1

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق نن (چهارشنبه، وري ۲۷) پر اېکسپاڼه لیکلي چې د افغانستان – پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی دی.

هغه لیکلي چې دغه غونډه له اوږدې مودې وروسته ترسره کېږي.

اسلامي امارت تراوسه د دغه پاکستاني پلاوي د سفر موخې په اړه څه نه دي ویلي، خو ټاکل شوې د افغانستان – پاکستان د همغږۍ ګډې کمېټې غونډه کې ګډون وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر داسې مهال دی چې تازه د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اندېښنه ښودلې چې پاکستان ښايي د کډوالو منځ کې افغانستان ته داعش ولېږي.

اسلامي امارت او پاکستان د زلمي خلیلزاد دغې اندېښنې په اړه تراوسه کوم غبرګون نه دی څرګند کړی.

د ویلو ده چې تېره شپه د اسلامي امارت د سوداګرۍ وزارت هم ویلي چې د یاد وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ پلاوی به نږدې راتلونکې کې پاکستان ته لاړ شي چې د سوداګریزو او ټرانسپورټي ستونزو د حل ترڅنګ به د کډوالو په اړه هم بحثونه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام