Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان بریدونه؛ کونړ کې ښځې رواني فشارونو سره مخ دي

پر کونړ د پاکستان بریدونه

د پاکستان وروستیو بمباریو په کونړ ولایت کې د خلکو ورځنی ژوند ګډوډ کړی او ولس په ځانګړي ډول ښځې یې له وېرې او رواني ستونزو سره مخ کړي.

د پاکستان بريدونه چې د روان ۱۴۰۴ کال د حوت په ۸ مه پيل شول، له امله یې کونړ کې ۷۰ ولسي خلکو ته مرګژوبله اوښتې او د کورونو نړېدو په دلیل یو شمېر کورنۍ بېځایه شوي هم دي.

دا بريدونه د ډيورنډ فرضي کرښې تر څېرمه په پروتو ناړۍ، دانګام، مرورې، سرګاڼو او خاص کونړ ولسوالیو ترسره کیږي.

د کونړ د مرورې او یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د بمبارۍ غږونو په اورېدو سره د وېرې او اندېښنې احساس کوي.

د دوی په خبره، ډېری ښځې خوب نه‌شي کولی، د ماشومانو پالنه یې له ستونزو سره مخ کړې او ورځنی ژوند یې اغېزمن شوی دی.

د مرورې ولسوالۍ اوسېدونکې میمنه وایي، کله چې د بمبار غږونه اوري، ډېره وارخطا کېږي او هڅه کوي چې ماشومان خوندي ځای ته یوسي.

د هغې په وینا، د دغو پېښو له امله يې خوب هم ګډوډ شوی.

«د دې حالت له امله مو خوبونه ګډوډ شوي. ډېری وخت شپه کې له ویرې ویښېږو او په ورځني ژوند کې هم په ارام کار نه شو کولی.»

د همدې ولسوالۍ بله اوسېدونکې مليحا هم وایي، د بمبارۍ له امله ښځې تل په وېره کې ژوند کوي او د راتلونکې په اړه اندېښنې لري.

نوموړې زیاتوي چې دا حالت د دوی ورځنی ژوند اغېزمن کړی.

«دې حالت زموږ ورځنی ژوند اغېزمن کړی. ان کله کله د کور کارونه هم په ارام نه شو کولی.  ماشومان ډېر ژر وېرېږي او کله ناکله د شپې له ویرې راویښېږي.»

همداشان د مرورې ولسوالۍ بله اوسېدونکې تجلا وایي، دغه ډول بریدونو ښځې په دوامدار اضطراب کې ساتلي او حتی کوچني غږونه هم دوی وارخطا کوي.

د هغې په خبره، ماشومان هم د دې حالاتو له امله اغېزمن شوي دي.

«ښځې تل په اضطراب کې دي او فکر کوي چې که جګړه زیاته شي، نو زموږ ژوند به نور هم ستونزمن شي. له دولت څخه غواړو چې زموږ د خلکو امنیت خوندي کړي او د دې ستونزې د حل لپاره جدي ګامونه واخلي.»

اخوا د کونړ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر ضیاالرحمن سپین‌غر وایي، د پاکستان په ورستیو بریدونو کې یو شمېر کورنۍ اغېزمنې شوي، ۷۰ ولسي خلګو ته مرګژوبله اوښتې او د کورونو نړېدو په سبب یو شمېر کورنۍ بېځایه شوي هم دي.

«په ټولیز ډول په دغو بریدونو کې د کونړ بېلابېلو ولسوالیو کې ولسي وګړو ته تر اويا کسانو پورې مرګ ژوبله اوښتې او د دې ترڅنګ په لسګونو کورنۍ بېځايه کیدلو ته اړ شوي.»

د کونړ د اطلاعاتو امر زیاتوي چې اوس هم د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د پاکستان بریدونه او په مقابل کې يې د اسلامي امارت امنیتي ځواکونو غچ اخیستونکي عملیات دوام لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام