د اسلامي امارت چارواکي وايي چې بېګاه شپه په خوست کې د پاکستان هوايي بریدونو له امله لس کسان شهیدان او څلور نور ټپیان شوي دي.
په بریدونو کې لس کسان شهیدان شوي چې پنځه هلکان، څلور نجونې او یوه مېرمن شامله ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په کونړ او پکتیکا کې هم د پاکستاني متجاوز پوځ لهخوا هوايي بریدونه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي لیکلي: «تیره شپه ۱۲ بجې د خوست ګربزو ولسوالۍ مغلګۍ سیمه کې پاکستاني متجاوز فوځ د یو تن ملکي ځایي اوسېدونکي ولایت خان ولد قاضي میر په کور بمبار وکړ چې ۹ ماشومان (۵ هلکان او ۴ انجونې) او یوه زنانه یې شهیدان او کور یې ویجاړ کړ. په کنړ او پکتیکا کې هم هوایي تجاوز شوی چې ۴ملکیان ټپیان دي.»
پاکستان له دې وړاندې هم په کابل کې، خوست او د هېواد پر یوشمېر نورو ولایتونو هم هوايي بریدونه کړي دي.