Asset 1SWN

سلام وطندار

پر کونړ او پکتیکا د پاکستان برید؛ یو کس شهید او یو ټپي شوی

حمدالله فطرت

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې نن د پاکستاني ځواکونو له لوري د کونړ ناړۍ ولسوالۍ پر ځینو سیمو د هاوان مرمۍ ویشتل شوي دي.

د حمدالله فطرت په وینا، د دغو بریدونو په پایله کې یو ملکي وګړی شهید شوی او یوه ښځه ټپي شوې ده.

هغه همداراز زیاته کړې چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د پکتیکا شکین ولسوالي کې د ملکیانو پر یوه موټر هم ډزې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د ده په خبره، د یاد موټر سپرلۍ ته زیان نه‌دی اوښتی.

د پاکستاني ځواکونو له لوري تېره ورځ هم په کونړ کې د ملکیانو پر یوه موټر د برید له امله د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان شهیدان شوي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام