Asset 1SWN

پاکستان: افغان کډوالو سره د مرستو کمښت خواشینونکې ده

551f1c56aa14ec53a1d8e616ca6e4ecfcd2f13d6

د پاکستان حکومت وايي چې دغه هېواد کې له مېشت افغان کډوالو سره د مرستو کمښت د خواشینۍ خبر ده او له ملګروملتونو د مرستې غوښتنه کوي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د دغه هېواد د سرحدونو، کشمیر او بلتستان د چارو وزیر امیرمقام ویلي. «دا د افسوس خبره ده چې د افغان کډوالو لپاره ملاتړ کم شوی او پاکستان کې یې د پرمختيايي کارونو لپاره مرستې کمې شوې دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي دغه څرګندونې د روانې جولای میاشتې پر اتمه، د یاد هېواد پلازمېنه اسلام‌اباد کې د ملګروملتونو د کډوالو ادارې له مشر فیلیپو ګرانډي سره د لیدنې پرمهال کړې دي.

د ملګروملتونو د کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګرانډي په درې ورځني سفر پاکستان ته تللی او د دغه هېواد بېلابېلو افغان کډوال مېشتو سیمو څخه یې لیدنه کړې.

په دې اړه په خپره شوې یوې خبرپاڼه کې د امیر مقام  له قوله ويل شوې: «پاکستان کې ۱.۴ ميليونه ثبت شوي افغان کډوال مېشت دي. پر دې سربېره ګڼ نور رجسټرډ نه‌دي. موږ ځانکړې، پراخې او پايداره مرستې ته ضرورت لرو.»

د پاکستان مخکیني لنډمهالي حکومت د ۲۰۲۳کال د اکتوبر په لومړیو کې ټولو بې‌اسناده بهرنیو وګړو ته چې ډېره برخه یې افغانان وو، د همدې میاشتې تر پای له پاکستانه د وتلو امر وکړ.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

پاکستان بیا د هماغه کال د نومبرۍ په لومړۍ نېټه له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د اېستلو لړۍ پیل کړه چې لاهم روانه ده او زرګونه افغانان بېرته خپل وطن ته راستانه شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام