پاکستان وايي چې د کشمیري ولس ملاتړ یې د بهرني سیاست یوه اساسي برخه ده او په وینا یې، دغه هڅې به نه کمزورې کېږي.
دا څرګندونې د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر عبیدالرحمن نظاماني، د «یومِ استحصال» په مناسبت کابل کې د یاد هېواد په سفارت کې د جوړې شوې ځانګړې غونډې پرمهال کړې دي.
نظاماني ویلي چې د تېرو شپږو کلونو په ترڅ کې هند له خپلو ناقانونه کړنو څځه پرده پورته کړې او ټینګار یې وکړ چې پاکستان به د کشمیر د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې سیاسي او دفاعي هڅې دوامداره وساتي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هند او پاکستان څو ځلې د کشمیر مسلې پر سر له یوه بل سره نښتې کړي او په وروستي ځل د روان کال پرمهال په هندي کشمیر کې د وسلهوال برید وروسته، دواړو لوریو پر یوه بل د درنو وسلو بریدونه هم وکړل.
په دې څلور ورځنۍ جګړه کې چې د امریکا په منځګړیتوب پای ته ورسېده، دواړه لوري د بریا ادعا لري.