Asset 1SWN

پاکستان د اوکراین جګړه کې د پاکستانیانو د ښکېلتیا ادعا رد کړه

روسیې اوکراین جګړه

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د اوکراین جګړه کې د پاکستاني اتباعو د ښکېلتیا په اړه ادعاووې رد کړي او بې‌بنسټه بللي.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت نن (سه‌شنبه، اسد ۱۴) یوه بیان کې ویلي، «د اوکراین چارواکو تر اوسه له پاکستان سره په رسمي ډول اړیکه نه‌ده نیولې او نه هم د دې ډول ادعاوو د ثابتولو لپاره کوم تایید شوي شواهد وړاندې شوي دي.»

بیان کې ویل شوي چې د پاکستان حکومت به دغه موضوع د اوکراین له چارواکو سره مطرح کړي او په دې اړه به وضاحت وغواړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې د ملګرو ملتونو د منشور د اصولو سره سم، د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې د اوکراین د شخړې د سوله‌ییز حل لپاره خپله ژمنه بیا تاییدوي.

د یادونې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د دوشنبې په ورځ ادعا وکړه چې د پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او افریقایي هیوادونو جنګیالي د روسیې سره یو ځای د دغه هېواد پر وړاندې جګړه کې برخه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام