د پاکستان پوځ یوه بیانیه کې ویلي چې خیبرپښتونخوا ایالت کې د جلا امنیتي عملیاتو پرمهال د پاکستاني طالبانو تحریک یا ټيټيپي ۹ وسلهوال وژل شوي.
بیانیه کې ویل شوي چې دغه عملیات د خیبرپښتونخوا ایالت «اسماعیلخان دره» او «بنو» کې ترسره شوي.
همدارنګه ویل شوي چې اسماعیل خان دره کې د عملیاتو پرمهال ۴ او بنو کې هم تر سختو نښتو وروسته پنځه وسلهوال وژل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بیانیه کې راغلي، وژل شویو وسلهوالو څخه چې د امنیتي ځواکونو، بنسټونو او ملکي وګړو پر وړاندې تروریستي کړنو کې یې لاس درلود، یو لړ وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي.
پاکستاني پوځ ادعا کړې چې دغو وسلهوالو د هند په ملاتړ فعالیت درلود او د نورو ترهګرو لهمنځه وړلو لپاره به یې خیبرپښتونخوا ایالت کې عملیات دوام ولري.
د یادونې ده چې هند او پاکستان تل یو بل له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن کړي دي.