Asset 1SWN

سلام وطندار

له ایرانه څه باندې ۵زره راستانه شوي د کارموندنې لپاره ثبت شوي

ایران افغان کډوال راستانه شوي کارموندنه ثبت (1)

د هرات مسوولان وايي، تراوسه یې له ایرانه ۵ زره او ۸۳ راستانه شوي افغانان د کار موندنې لپاره ثبت کړي، ترڅو کاري بنسټونو ته یې معرفي کړي.

د هرات اسلام‌کلا پوله کې د کارموندنې کمیټې مسوول عبدالقیوم وثیق وویل، د هغو راستنېدونکو د ثبت ثبت بهیر دوام لري چې فني او مسلکي مهارتونه یې زده‌ دي او دغه کسان به تر ارزونو وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ته معرفي شي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ښاغلی وثیق ټینګار کوي چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت یاد کسان تر ارزولو وروسته، خصوصي شرکتونو، دولتي ادارو او د کار په برخه کې فعالو سازمانونو ته معرفي کوي.

د هغه په وینا، د کارموندنې په موخه ثبت شویو راستنېدونکو کې ښځې هم شاملې دي.

دا داسې مهال دی چې تر دې وړاندې هېواد ته ګڼ شمېر راستنېدونکو د کاري فرصتونو نه‌شتون څخه شکایت کړی او ویلي، هېواد کې د کار ن‌شتوالي په دلیل اړ دي چې بیرته کډوالۍ ته مخه کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام