Asset 1SWN

سلام وطندار

تردامهاله څه باندې ۱۷میلیون الکترونیکي تذکرې وېشل شوي

الکترونیکي تذکرې

د احصایې او مالوماتو ادارې ویلي چې د الکترونیکي تذکرو د وېش بهیر له پیل راهیسې ۱۷ میلیون او ۴۸۷ زره هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشل شوي.

دغې ادارې نن دوشنبه د حمل ۱۰ / مارچ ۳۰ پر اېکسپاڼه لیکلي چې په تېر ۱۴۰۴ کال کې د هېواد په کچه د الکترونیکي تذکرو او آسان خدمت د ۸۴ مرکزونو له لارې، ۲ میلیون او ۲۸ زره او ۷۹ هېوادوالو ته الکترونیکي تذکرې وېشلي.

د یادې ادارې په وینا، یو میلیون او ۵۲۹ زره او ۲۴۴ یې نارینه او ۴۹۸ زره او ۸۳۵ د ښځینه‌وو تذکرې دي.

همدارنګه، تېر ۱۴۰۴ کال کې تر ټولو زیاتې الکترونیکي تذکرې ۵۰۰ زره او ۴۵۶ په کابل، ۲۴۶ زره او ۶۴ په هرات، ۱۳۲ زره او ۳۵۶ په کندهار، ۱۱۹ زره او ۱۸۳ په ننګرهار او ۱۰۴ زره او ۲۹۲ په بلخ ولایتونو کې وېشل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام