د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د تېرو درېوو اوونیو پرمهال څه باندې ۱۰۰زره افغانان یې، بېرته افغانستان ته ستانه کړي دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت چارواکو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې روانه اپرېل میاشت کې تر دې مهاله ۱۰۰زره او ۵۲۹ کسانو دغه هېواد پرېښی او افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان د اپرېل په لومړۍ نېټه له هغه هېواد څخه د ناقانونه او اېسيسي کارټلرونکو افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ پیل کړې ده.
هېواد ته راستانه شوي افغانان بیا د پاکستاني چارواکو او پولیسو له ناسم چلن شکایت لري او په وینا یې، هر څه یې، هغه هېواد کې ترې پاتې شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د راستانه شویو په وینا، پاکستان له افغان کډوالو پیسې او نور قیمتي توکي اخلي او بېرته یې، افغانستان ته ستنوي.
په ورته مهال د پاکستان له لوري په یوه اړخیزه توګه د افغان کډوالو اېستلو لړۍ د افغانستان سرپرست حکومت له لوري غندل شوې او له پاکستان یې، غوښتنه کړې چې په باعزته توګه د افغان کډوالو ستنولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.
د سرپرست حکومت رییسالوزرا محمدحسن اخند روانه اوونۍ د پاکستان لومړي وزیر اسحاق دار سره په لیدنه کې د افغانانو ستنولو برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کړې وه.