د کډوالو ستونزو د حل کمېسیون ویلي چې یوازې پر یوه ورځ ۱۰زره او ۳۹۶ افغانان له ایران او پاکستان څخه ایستل شوي او افغانستان ته راستانه شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، نن (سهشنبه، د لړم ۲۰مه/ د نومبر ۱۱مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاد کسان تېر ماسپښین د افغانستان خاورې ته داخل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، ۱۸۳۱ کورنۍ چې ټولټال ۱۰زره او ۳۹۶ کسان کېږي، په هرات کې د اسلامقلعه، نیمروز له ورېښمو پُل، ننګرهار کې د تورخم او کندهار کې د سپینبولدک او د بهرامچې له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه کمېسیون زیاتوي چې د بېرته راستنېدونکو کسانو لپاره په پولو کې روغتیایي، مالي او خوراکي مرستې برابرې شوې دي.
په وروستیو میاشتو کې ایران او پاکستان د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې او هره ورځ زرګونه کسان بېرته افغانستان ته لېږي.