هلمند کې امنیتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت د تېرو دوو میاشتو پرمهال ۱۰۵ میله وسلې او پوځي تجهیزات نیولي دي.
د مسوولانو په وینا، له یادو وسلو سره یوشمېر کسان هم نیول شوي دي. چارواکي وایي چې د دغو وسلو مخنیوی د ملي امنیت لپاره مهم پرمختګ ګڼل کېږي.
د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت مدیر مولوي سیدولي سعید وایي چې دا عملیات د تېرو دوو میاشتو په اوږدو کې پلان شوي وو.
نوموړي زیاته کړه چې نیول شویو وسلو کې ۶۳ میله توپانچې، ۱۴ میله کلاشینکوپ، ۳ میله ثقيل وسلې، ۳ میله M4، ۱۲ میله بلازن، ۵ میله کمرشکن، یو میل کربین، یو میل پپشه، یو میل ملیشهيي توپک، یوه قبضه راکټانداز، یو میل خفیف او ۳۰۰۰ فایره مرمۍ شاملې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
مولوي سعید وايي چې له دې وسلو سره یوشمېر هغه کسان هم نیول شوي چې غوښتل یې یادي وسلې په غیرقانوني توګه وګرځوي.
دی زیاتوي چې نیول شويو کسانو دوسیې بشپړې شوي او عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت له هلمند مېشتو سوداګرو، مخورو او د ځان ساتنې په موخه د وسلو ګرځونکو کسانو غوښتنه کړې چې د کورنیو چارو وزارت له لوري د د وسلو قانوني جواز ترلاسه کړي.
دا لومړی ځل نهدی چې د ترهګرۍ ضد مدیریت له لوري د وسلو غیرقانوني ګرځولو او قاچاق مخنیوی کېږي، تر دې وړاندې هم دغه مدیریت د ورته عملیاتو له لارې لسګونه میله غیرقانوني وسلې نیولي دي.