Asset 1SWN

سلام وطندار

د تورخم لارې پرانیسته؛ بندېدو یې سوداګرو ته ۶ میلیونه ډالر زیان رسولی

1_094lRVeDCLTDTnUU6f6nmA

له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د تورخم دروازه له څه باندې دوه میاشتني ځنډ وروسته «پرون چهارشنبه، تلې ۲۵مه» د ټرانزیټ پرمخ بېرته پرانېستل شوې.

دغه لاره داسې مهال بېرته پرانېستل کېږي چې افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیو موسم مخ پر خلاصېدو دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خان‌جان الکوزی وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې د دې لارې تړلي پاتې‌کېدو خصوصي سکټور ته د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت زیان اړولی دی.

هغه وویل: «۶۵ ورځې چې دغه لار بنده وه، تقریبا له شپږ میلیونه څخه اضافه ډالرو په ارزښت دواړو طرف ته نقص ورسېده او زموږ تجاران متضرر شول. یو تعداد سبزي او میوه زموږ له تورخم څخه راوګرځېده او په جلال‌اباد کې لیلام شوه. په کابل کې هم د مېوې او سبزۍ نرخ دېر را ټيټ شو.»

یوشمېر افغان سوداګر هم وايي، د تورخم دروازې تړلي پاتې کېدو دوی ته په سلګونه زره ډالر زیان اړولی. افغان سوداګر غلام رسول حضرت وايي، د یادې لارې بېرته پرانېسته ورته ګټه نه لري.

د نوموړي په وینا، ۹۰ سلنه توکي یې له‌منځه تللي او یوازې ۱۰سلنه یې پاتې دي. «۹۰سلنه جنسونه مې له‌منځه تللي، مالونه مو تللي او بېرته یوازې کرایه راوړې او نور څه نشته، تقریبا ۱۵۰زره ډالره تاوان مې کړی دی.»

افغان سوداګر محمد مخلص د تورخم لار پاکستان ته د افغانستان د سوداګریزو توکو د ترانزیت لپاره مهمه لار بولي او وايي، د دغې لارې تړل کېدو افغان سوداګرو ته په میلیونونو افغانیو زیان رسولی.

نوموړي وویل: «د دغې لارې تړل کېدل افغان سوادګرو ته په میلیونونو افغانیو زیان ورسو. په لاره کې د لاریو توقف او نه تېرېدل، په وخت او زمان او د اموالو نه رسېدل په وخت او زمان مارکټ ته، نه‌یوازې دا چې توان شو؛ بلکې اکثره سبزي او مېوه خوسا شول په لاره کې او د تجار لپاره سخت زیان واوښت.»

د تورخم لار د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه له مهمو سوداګریزو لارو څخه ده چې له څه باندې دوو مياشتو راهيسې خیبرپښتوخوا کې د لاريونونو له امله تړل شوې وه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې هر کال هېواد کې د تازه میوو موسم پرمهال په مختلفو پلمو د پاکستان له لوري تړل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام