د راپورونو پر اساس، د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي چې په غزه کې د اسراییلو لسګونو بریدونو کې یوازې ښځو او ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
ملګروملتونو ویلي، د تېرې مارچ میاشتې ۱۸مې او د اپریل ۹مې ترمنځ غزه کې د اسراییلو لږ تر لږه ۳۶ بریدونو کې یوازې فلسطیني ښځې او ماشومان وژل شوي دي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په غزه کې د اسراییلو لخوا د ملکي وګړو په وژنه نیوکه کړې.
هغه ویلي: «که دا وحشت نه وي، زه له تاسو څخه پوښتنه کوم، دا څه دي؟»
د راپورونو پر اساس، د جمعې له سهار راهیسې د غزې په بېلا بېلو سیمو د اسراییلي ځواکونو بریدونو کې ۲۰ کسان وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د فلسطین روغتیا وزارت په وینا، د تېرې مارچ میاشتې د ۱۸مې نیټې د اوربند له ماتولو راهیسې پر غزې د اسراییل بریدونو کې یو زر او ۵۴۲ کسان وژل شوي دي.
دغه وزارت همدارنګه ویلي چې د غزې پر وړاندې د اسراییلو جګړه کې لږترلږه ۵۰،۹۱۲ فلسطینیان وژل شوي او ۱۱۵،۹۸۱ ټپیان دي.
د یادونې ده چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه د حماس په مشرۍ بریدونو کې بیا ۱۱۳۹ اسراییلیان وژل شوي دي.



