Asset 1SWN

انلاین زده‌کړې؛ «اندېښمنه یم چې څه به زده‌کړم، که نه؟»

Online-teaching-in-Afghanistan1-q4dfr976ix51rqqjhpm7k0xj72f21v9bdubx5vwqyw

هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې تر امرثاني پورې د ښوونځیو له تړل‌کېدو وروسته، ګڼ‌شمېر نجونو زده‌کوونکو پر لیکه یا انلاین بڼه د زده‌کړو لار نیولې.

یوشمېر دغه نجونې زده‌کوونکې سلام‌وطندار ته وايي، که څه هم په انلاین توګه خپلې زده‌کړې کوي، خو په وینا یې، هېواد کې په حضوري بڼه د خپلو زده‌کړو راتلونکې ته اندېښمنې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کابل اوسېدونکې ۱۷کلنه هدیه سروري د ښوونځي په لسم ټولګي کې وه چې له ښوونځي راوګرځول شوه، خو اوس په انلاین بڼه د ښوونځي درسونه لولي.

نوموړې وايي، انلاین ښوونځي د زده‌کړو له بشپړېدو وروسته د فراغت سند ورکوي، خو دا دې ته اندېښمنه ده چې له پوهنې وزارت له دولسم ټولګي د فراغت سند «شهادت‌نامه» نه‌شي ترلاسه کولی.

هغې وویل: «دا پروګرام موږ ته باوري سند نه‌راکوي. موږ دومره هڅه کوو او دومره هلې ځلې کوو، که نن مو ښوونځي خلاص وای، کولای به مو شوای چې حضوري لاړې شو او درس ووایو. موږ به دا وضعیت اوس نه‌لیده چې نن ورسره مخ یوو  او درس وایو، که څه هم پوهېږو چې سند نه‌راکول کېږي.»

هدیه وایی، که څه هم خوښه ده چې په انلاین بڼه خپلې زده‌کړې کوي، خو په وینا یې، د روحي او رواني فشار سربېره د کورنۍ له لوري هم د موبایل په کارونې له محدودیتونو  سره مخ ده. «روحي او رواني فشار راځي، موږ نجونو ته ویل کېدل چې پر موبایل مه بوختېږئ، کارونه مو کم کړئ، ینعی درس مه وایئ، خو اړ وو، ځکه ښوونکي څخه مو پوښتنې لرلې، سوال او جواب و او کورنۍ دنده مو اپلوډوله، اړ و له موبایل ډېره استفاده وکړو.»

د هرات اوسېدونکې ۱۸کلنه فاطمه عزیزي چې د انلاین ښوونځي د ۱۱ټولګي زده‌کونکې ده، وایي، د انسټاګرام  پر مرسته د انلاین ښوونځي په اړه یې، معلومات ترلاسه کړل او نوملیکنه یې ورته وکړه. دا وايي، د انټرنټي ستونزو او  نامناسب چاپېریال له امله نه‌شي کولای چې په خپلو انلاین زده‌کړو  پام ډېر کړي.

هغې وویل: «د ټلوېزیون غږ وي او د ماشومانو غږونه وي، نو فکر مو بل لوري ته وي. سړی نه‌شي کولای چې د حضوري په پرتله انلاین بڼه ښې زده‌کړې وکړي. انلاین دومره نه‌دی چې ته ترې څه زده‌کړې.»

د بلخ پلازمېنې مزارشریف اوسېدونکې ۱۳کلنه هدیه سلطاني په شپږم ټولګي کې وه چې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته ښوونځي وتړل شول. هدیه په انلاین ښوونځي کې د اووم ټولګي زده‌کوونکې ده او وايي، که څه هم په انلاین ښوونځي کې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکوي؛ خو اندېښنه لري چې څه به زده‌کړي که نه؟

هدیه وویل: «که څه زده‌کړې کوم، خو بیا هم اندېښمنه یم چې څه به زده‌کړم او که نه. یا دا چې انټرنټ به وي او که نه؟ که راتلونکې ته پام وکړو، نه پوهېږم چې پوهنتون ته به لاړه شم، که نه، شرایط نامعلوم دي چې دا لامل شوې، د ناهیلۍ احساس وکړم، خو بیا هم هڅه کوم چې مثبته واوسم او هره ورځ د یادولو هڅې کوم.»

بل‌‌خوا یوشمېر ښوونکې چې په انلاین بڼه نجونو ته زده‌کړې ورکوي، وايي، دې برخه کې د بوختیا له امله خوښې دي، خو ګڼو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.

فرشته درې کاله کېږي چې د اميد په نوم په انلاین ښوونځي کې ښوونکې ده. هغه وایي: «انلاین زده کړې ګټې لري لکه تعلیمي سرچینو ته لاسرسی او په مطلوب وخت او ځای کې د زده‌کړې امکان؛ د انټرنیټ کیفیت، د اړیکو لوړ لګښت او د مناسبو تاسیساتو نشتون، کولی شي، د دوی په ګټورتیا مستقیم اغیزه ولري. پر ټولنيزو خنډونو سربېره، په تېره بيا د اقتصادي کمزورتيا او انټرنېټ ته د لاسرسي د وړتيا د نشتوالي له امله، زده‌کوونکي نه‌شي کولى په سمه توګه انټرنېټ ته لاسرسى ولري او د درس پر مهال په بشپړ ډول حاضر وي.»

د زده‌کړو برخې یوشمېر پوهان وايی، انلاین زده‌کړې، هېڅ‌کله د حضوري زده‌کړو  تشه نه‌شي ډکولی. جمال‌الدین سلیماني، د نجونو زده‌کړو فعال دی. دی وایي، هېواد کې زده‌کوونکي اړ دي چې کار وکړي او له همدې امله د حضوري زده‌کړو ځای انلاین زد‌‌کړې نه‌شي نیولی.

هغه وویل: «هېڅ ډول انلاین درسونه د مخامخ درسونو ځای نه‌شي نیولی، ځکه چې موږ د برښنا او انټرنیټ ستونزې لرو او له بلې خوا په افغانستان کې زده‌کونکي مجبور دي چې کار وکړي او ښايي د دوی د کار وخت پرمهال دا وي، انلاین کورس نشي کولی د مخامخ ټولګیو ځای ونیسي.»

دا چې د تېرو درېیو کلونو پرمهال افغانستان کې څومره شمېر نجونې له زده‌کړو محرومې دي، د پوهنې ورازت مسوولان یې، کره شمېر نه‌ په ډاګه کوي، خو د افغانستان لپاره د امریکا سفارت د تازه شمېرو له مخې، دامهال هېواد کې ۸۰ سلنه نجونې له زده‌کړو محرومې دي او  ۲.۵ میلیونه نجونې زده‌کړو ته لاسرسی نه‌لري.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا د پوهنې وزارت ویاند  منصور احمد حمزه تېره اوونی په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې د نجونو ښوونځي به تر امر ثاني پورې معطل وي: «مجاهد صاحب په دې تړاو باندې وضاحت ورکړی موږ په دغه باندې اکتفا کوو او تر امر ثانی پورې په معاتل وي»

که څه هم پر لیکه یا انلاین بڼه زده‌کړې د نجونو لپاره ګټورې دي، خو د انټرنټ، برښنا او نورو وسایلو نشتون، هغه ستونزې دي چې ډېری نجونې زده‌کوونکې یې، له ستونزو سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام