Asset 1SWN

سلام وطندار

پر غزې د اسراییلو د برید یوکال؛ ۱۷۵ خبریالان وژل شوي

Talia+Jane+(1)

اسراییلي ځواکونو د غزې شمال په جبالیه کډوالو کمپ کې د یوه هوايي برید پرمهال ۱۹کلن فلسطینی خبریال وژلی چې ورسره په تېر یوه کال کې د وژل شویو خبریالانو شمېر ۱۷۵ ته رسېدلی دی.

حسن حماد یوه وروسته له هغې په خپل کې وژل شوی چې د اسراییلي ځواکونو د یوه افسر له لوري نوموړی د ویډیو اخیستلو له امله ګواښل شوی و.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

۱۹کلن حسن حماد د الجزیرې او نورو رسنیو لپاره له غزې تصویرونه او ویډیوګانې برابرولې.

د خبریالانو خونیتوب کمېټې «CPJ» وايي د ۲۰۲۳کال د اکتوبر له اوومې راهیسې د اسراییلو د بریدونو له امله غزه کې د ۱۲۸ خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو په ګډون څه باندې ۴۱زره کسان وژل شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د غزې د دولتي رسنیو دفتر بیا وايي چې د اسراییلو د برید پیل راهیسې تر دې مهاله غزه کې ۱۷۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام