د اسراییلو پوځ وايي چې غزه کې له حماس سره د نښتو پرمهال یو سرتېری وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
په ټپیانو کې یو افسر هم شامل دی. دغه اسراییلي سرتېري د یوې بمي چاودنې پرمهال وژل شوي او ټپیان شوي دي.
پرون دوشنبه هم په غزه کې له حماس سره د نښتې پرمهال یو اسراییلی سرتېری وژل شوی و.
اسراییلي ځواکونه غزه کې هممهاله له ایران سره هم په نښته کې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ روانه جګړه پنځمې ورځې ته وغځېده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نن یو ځل بیا دواړو لوریو پر یوه بل هوايي او توغندیز بریدونه کړي چې ګڼو سیمو ته پهکې زیان اوښتی او مرګډژوبله هم لري.
له دې سربېره دواړه لوري پر یوه بل د سختو بریدونو په اړه خبرداری هم ورکوي.
بلخوا غزه کې اسراییلي ځواکونو د مرستو ترلاسه کولو لپاره پر راټولو شویو خلکو یو ځل بیا ډزې کړي چې لسګونه کسانو پهکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.