Asset 1SWN

سلام وطندار

بلخ کې په یو میلیون ډالر د غوړیو تولید او پروسس کارخونه جوړېږي

بلخ

بلخ کې د یوه سوداګر له لوري د یو میلیون ډالرو په لګښت د نباتي غوړیو د تولید، تصفیې او پروسس کارخونې د جوړېدو ډبره کېښودل شوه.

دغه کارخونه چې د خوراکي توکو د ځان‌بسیاینې او له بهر څخه د غوړیو د وارداتو مخنیوي په موخه جوړېږي، رغنیزې چارې یې پنج‌شنبه د لړم څلورمه د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې پیل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادې کارخونې استازي محمدافضل افضلي سلام‌‌وطندار ته ویلي چې د دې کارخونې په جوړېدو سره به په یوه شپه او ورځ کې د ۲۰ ټُنه غوړیو د تولید ظرفیت ولري او ترڅنګ به یې تر ۱۵۰ کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

د بلخ محلی مسوولان بیا د یادې کارخونې د جوړېدو چارو له پیل د هرکلي ترڅنګ وايي چې دغه کارخونه به د یاد ولایت د کرنیزو محصولاتو لپاره بازار هم پیدا کړي.

بل‌خوا دغه ولایت کې یو‌شمېر کروندګر له سوداګرو غواړي چې د هېواد په دننه د دوی کرنیزو محصولاتو ته د خرڅلاو بازار جوړ او پانګونه وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

که څه هم هېواد کې له سیاسي تحولاتو راپدېخوا د پانګونې کچې کمېدو ترڅنګ بې‌وزلي او وزګارتیا زیاته شوې، خو د ورته کارخونو په جوړېدو سره خلکو ته هیلې پیدا شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام