Asset 1SWN

سلام وطندار

د هرات – خواف له اوسپنې پټلۍ د نفتو واردات پيل شول

هرات-خواف- اوسپنې پټلۍ- اورګاډی- رېل ګاډی

افغانستان ته د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې د لومړي ځل لپاره د نفتو واردات بهیر پیل شوی دی.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ رئیس بشیرمحمد سیرت وايي، په لومړۍ جوپه کې ۲۰ واګُن د ډیزلو تېل له ایران څخه د هرات روزنک تم‌ځای ته رسېدلي او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې ۱۸۰ نور واګنونه هم له همدې لارې هېواد ته وارد شي.

د هغه په وینا، په ټولییزه توګه کې ۲۰۰ واګن ډیزل تېل چې شاوخوا ۱۵ میلیونه ډالر ارزښت لري، د دغه پټلۍ له لارې واردېږي چې دا به په هېواد کې د نفتو د بیو په کمېدو کې مهم رول ولوبوي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه د هرات د امارتي نفت او ګاز شرکت رییس حفیظ‌الله عاصم وايي، دامهال هره ورځ له اسلام‌قلعه څخه ۱۲۰۰ تر ۱۵۰۰ ټُنه او له تورغونډۍ بندر څخه نږدې ۱۸۰۰ ټنه نفت افغانستان ته انتقالېږي.

د مسوولانو په باور، د هرات – خواف د اوسپنې پټلۍ له لارې د نفتو وارداتو په پيل سره به په عمومي بازار کې د یو ټُن نفتو بیه له ۳۰ تر ۴۰ ډالرو پورې راښکته شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام