د میدانردګ په مرکز میدانښار کې د ۱۴۰۴ ښوونیز کال پيل مراسمو کې د دغه ولایت محلي چارواکو، دیني عالمانو، قومي مشرانو، ځوانانو او د ښوونځيو زدهکوونکو ګډون کړی وو.
جوړو شویو مراسمو ته د میدانوردګ د پوهنې ریاست ریيس مولوي محمدعثمان حریت وویل، د ټولنې د مثبت بدلون لپاره ښوونځی او دیني مدرسې ښه مرکزونه دي.
نوموړي زیاته کړه، هڅه کوي چې په دغه ولایت کې په نوي ښوونیز کال کې د اوسېدونکو له غوښتنې سره سم په پوهنې برخه کې زدهکوونکو خدمات وړاندې کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
حریت وویل، د میدانوردګ ولسونو ته هم پهکار ده چې په هر اړخیزه توګه د پوهنې برخه کې همکاري وکړي.
د یادې غونډې په درشل کې د میدانوردګ رسمي چارواکو او قومي مشرانو هم میدانوردګ ولایت پوهنې ریاست ته ډاډ ورکړ چې د پوهنې بهیر د پرمختګ لپاره به خپلې هلځلې ونهسمپوي.