Asset 1SWN

قرغیزستان د دغه هېواد د «ممنوعه ډلو» له نوملړ د ا.ا نوم اېستلی

MOFA-Afghanistan-1-pf2s08onexrca4w78s0yyo97qu00k2glvvr7tuh4lk

د بهرنیو چارو وزارت مسوولان وايي چې قرغیزستان د دغه هېواد د «ممنوعه ډلو» له نوملړ څخه د اسلامي امارت نوم اېستلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي نن (پنج‌شنبه، وږي ۱۵مه» پر خپله اېکس‌پاڼه په خپره کړې خبرپاڼه کې لیکل شوي چې د قرغیزستان د ممنوعه ډلو له نوملړ د اسلامي امارت د نوم لرې‌‌کول، د ستایلو وړ ګام بللی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي: «د قرغیزستان دا ګام په سیمه او نړۍ کې د ا.ا.ا په تړاو د سیاسي درک د رامنځته‌کېدو ښکارندوی دی او د ا.ا.ا او نورو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو د لاپیاوړتیا په لاره کې د خنډ د لرې‌کېدو په مانا ده.»

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې دې خبرپاڼه کې له ممنوعه ډلو د اسلامي امارت د نو لرې‌کولو خبره شوې، خو لا تراوسه په دې اړه د قرغیزستان له ادرسه کوم راپور نه‌دی ورکړل شوی.

له دې وړاندې د قزاقستان ولسمشر قاسم‌جومارت توقایف ویلي و، افغانستان سره د اقتصادي اړیکو پیاوړتیا لپاره یې، د دغه هېواد د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت نوم اېستلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام