هند کې د اسلامي امارت سرپرست سفیر مفتي نوراحمد نور د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان، ایران او پاکستان برخې مسول انند پرکاش سره لیدلي.
هند کې د افغانستان سفارت ویلي چې دې کتنه کې د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو په پراختیا، د ویزو په ورکړې، د سوداګرو او هند کې د مېشتو افغان محصلانو په ستونزو خبرې شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغهراز دواړو لورو د افغانستان او هند ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو او تعاملاتو پر پراختیا ټینګار کړی دی.
د چارو کارپوهان د هند او اسلامي امارت ترمنځ ډیپلوماټیکو اړیکو کې پراختیا د افغانستان لپاره مهمه بولي.
د یادونې ده چې د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د روانې اونۍ د شنبې په ورځ نور احمد نور هند کې د افغانستان د سفارت سرپرست معرفي کړ.