Asset 1SWN

سلام وطندار

لغمان کې غیرموسمي کښت؛ د کروندګرو لپاره ګټه او ژمي کې د بازار اړتیاوو تامینول

سبزی جات (5)

لغمان له هغو ولایتونو دی چې د سبزیحاتو تولید کې په ځان بسیا دی او له دغه ولایت څخه د هېواد نورو ولایتونو ته هم سبزیحات استول کیږي.

که څه هم د ژمي په موسم کې په هیواد کې د سبزیجاتو تولید کم وي، خو لغمان کې ډېری بزګران د پلاستیک لاندې د سبزیجاتو کرنه کوي چې ورسره له وخت مخکې بازار ته وړاندې کیږي چې تر ډیره په کې د مختلفو سبزیجاتو قیمتونه عادي پاتې کیږي.

کامران چې د لغمان د قرغیو ولسوالۍ اوسیدونکی دی، په خپله درې نیم جریبه ځمکه یې تر پلاستیک لاندې مختلف ډوله سبزي کرلې.

نوموړی وایي، که څه هم په دغه ډول کرنه د دوی ډېر مصرف کیږي، خو له حاصلاتو هم ډېر عاید ترلاسه کوي.

نوموړی زیاتوي چې تر پلاستیک لاندې کرنه کې د سبزیجاتو بوټي له یخ څخه ساتل کیږي او وده يې چټکه کوي.

د هغه په وینا، اوس یې په خپله ځمکه  بادرنګ، رومیان، مرچ اوبانجان کرلي چې حاصلاتو ته نږدې دي.

«دامهال مونږ دلته هر ډول سبزیجات کرلي، لکه بادرنګ، رومیان، مرچک بانجان، کریله، ټينډۍ او داسې نور شیان. که څه هم ددغه پلاستیک لاندې سزیجاتو مصرف ډیر زیات دی، مثلاً یوه لښته پنځه افغانۍ ده، همداسې پاستیک او کیمیاوي سره شوه، خو یاد سبزیجات ښه حاصلات هم ورکوي چې هم د دهقان لپاره ګټه ده هم د ولس لپاره.»

د همدې ولسوالۍ بل اوسیدونکی کروندګر هلال بیا وایي چې د بوټو د ساتلو لپاره پلاستیک او لښتو اخیستل ورته ګران تمامیږي چې ډیری بزګران یې د اخیستلو توان نه‌لري.

دوی له دولت او مرستندویه مؤسساتو څخه په دغه برخه کې د همکارۍ غوښتنه کوي.

«مونږ یو نیم جریب رومیان، بادرنګ او مرچ کرلي، ساتنه یې سخته ده، باد باران کې ورته ولاړ یو چې پلاستیک بادونه لرې نه‌کړي، یا اوبه دننه ورنشي، ډیر سخت کار دی او پلاستیک هم قیمته دی، مونږ له موسسو او دولت څخه غواړو چې دې برخه کې کومک وکړي.»

بل لور ته کرنیز متخصصین وایي چې په ژمي کې تر پلاستیک لاندې د سبزیجاتو کرل د بزګرانو لپاره یوه اغېزمنه طریقه ده چې په‌کې د سبزیو د بوټو ساتلو لپاره تودوخه مناسبه او برابره ساتل کیږي.

د کرنیزې برخې متخصص کرامت الله شفیقي وایي چې تر پلاستیک لاندې د سبزیو کرل په هغو سیمو کې ښه پایله ورکوي چې یخه هوا او تېز بادونه لري.

«تر پلاستیکي تونلونو لاندې مونږ کولی شو چې سبزیجات لاسته راوړو، ځکه د تودوخې کنترول یې هم په ښه ډول سره کیږي، مثلاً د ورځې پرمهال د لمر په ذریعه دغه تونلونه نبات ته تودوخه ورکوي چې د شپې بیا هم ساتل کیږي او ورسره په تونل کې رطوبت ثابت ساتل کیږي او ددې ترڅنګه په پلاستیکي تونلونو کې نبات له ډیرو ناروغیو څخه هم ژغورل کیږي.»

بل لور ته د لغمان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو امر مسوول بریالی همدرد وایي چې د دې ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې تر ۱۵۰۰ هکتاره ځمکه باندې تر پلاستیک لاندې کرنه شوې چې په کې بادرنګ، رومیان بېنډۍ او نور سیزیجات شامل دي.

د کرنې ریاست مسوولانو په وینا، له بزګرانو سره د کیمیاوي سرې او روزل شوي تخمونو په برخه کې همکاري هم شوې ده.

«په قرغیو ولسوالۍ کې تقریبا تر ۱۵۰۰ هکتاره ځمکه کې د پلاستیک لاندې د سبزیجاتو کرنه شوې چې په‌کې ډېره برخه یېوبادرنګ، رومیان، بانحان او نور سبزیجات شامل دي، په دغه برخه کې په قرغیو ولسوالیو کې د بزګرانو مسلکي ظرفیت یو څه اندازه موجود دی او د کرنې ریاست هڅه کوي چې د پلاستیک لاندې کرنه نوره هم زیاته کړي او هغو سیمو ته یې وغزوځوي چې دغسې کرنه په‌کې لا ترویج نه‌ده او پلاستیک لاندې کرنه په کې زیاته کړو او له دې لارې بزګران وکولی شي چې ډیر عواید تر لاسه کړي.»

د یادونې ده چې د نورو ولایتونو په پرتله لغمان کې د موسمي او غیر موسمي سبزیجاتو کرنه زیاته ده او د هیواد ګڼ ولایتونو ته هم وړل کیږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام