د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وايي چې د تېرو ۱۵ ورځو پرمهال افغانستان کې د سړې هوا له امله ۱۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اوچا په یوه خپور کړي راپور کې ویلي چې تېرو دوو اوونیو کې د افغانستان په کونړ، لغمان، نورستان، فاریاب او بغلان ولایتونو کې د سختو واورو او یخنۍ له امله ۱۰ کسان مړه شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپور کې راغلي چې دغه کسان د سړې هوا او يا هم د واورې ورېدو په پایله کې د ټرافيکي پېښو د رامنځته کېدو له امله مړه شوي.
د یوشمېر ولایتونو اوسېدونکي وايي، د ژمي دغو سړوشپو او ورځو کې پوره خوړو او د سوند توکو ته لاسرسی نهلري. دوی وویل، بد وضعیت کې ژوند کوي او د پاتې ژمي تېرو ته اندېښمن دي.
د فاریاب اوسېدونکې صدیقه وايي، د سړې هوا له امله یې یو ماشوم ناروغه شوی و او د درملنې لپاره یې، پیسې نهلرلې چې له امله یې، ژوند له لاسه ورکړی.
هغې وویل: «هېڅ هم نهلرو، د خلکو کار کوو، جومات ته ځو، د خلکو لباسونه مېنځوو، د خلکو دروازو وهو چې یو څه پیدا کړو. زوی مې مړ شو چې څه مو نهدرلودل، اته کلنه لور مې په ۴۰ زره افغانۍ وپلورله، بیا مې هم د زوی درملنه ونشوه، بل زوی مې کارټن ټولوي او کور پرې ګرموو.»
بلخوا د فاریاب اوسېدونکې شکېبا د پاتې ژمي تېرېدو ته اندېښمن ده. «کله د یوه او بل کور کې کار کوو او اووه اولادونه مې دي، د خلکو کور کې لباسونه مېنځم، ولوېدم لاس مې مات شو، اوبه نشته، ډوډۍ نشته.»
دوی له سرپرست حکومت او مرستندويه موسسو غواړي چې ورسره مرسته وکړي. د خوړو نړيوال پروګرام بیا وايي، روان ژمي کې به دغه بنسټ، افغانستان کې له ۱۵ ميليونو اړمنو کسانو څخه يوازې شپږ ميليونو سره مرسته وکړي.
افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام ویاند ضیاالدین صافي په دې اړه سلام وطندار ته وویل: «سږکال هم د افغانستان یو پر درېیمه برخه نفوس خوړو ته اړتیا لري او اوس مهال ۱۵ میلیونه کسان دې ژمي کې اړمن دی چې خوړو، سون توکو ته اړتیا لري؛ موږ یوازې شپږ میلیونه کسانو سره مرسته کولای شو.»
هېواد کې د تېرو میاشتو پرمهال د سختو ورښتونو او سېلابونو له امله خلکو ته مالي او ځاني زيانونه هم اوښتي دي.