Asset 1SWN

نورالدین عزیزي: اوزبکستاني پانګوال دې په ډاډ افغانستان کې پانګونه وکړي

Nooruddin-Azizi

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي چې اوزبکستاني پانګوال دې په ډاډ افغاستان کې پانګونه وکړي.

د نوموړي په وینا، سرپرست حکومت له خصوصي سکتور څخه ملاتړ ته ژمن دی. هغه له اوزبکستاني پانګوالو وغوښتل چې افغانستان کې د کانونو، صنعت، کرنې، انرژۍ، خدماتو او د خصوصي سکتور نورو برخو کې پانګونه وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «د افغانستان اسلامي امارت د خصوصي سکټور د ملاتړ په موخه د خامو موادو او تولیدي ماشینونو په واردولو کې ډېر تخفیفونه او ګمرکي اسانتیاوې په پام کې نیولي دي او موږ پانګوالو ته بلنه ورکوو چې په پوره ډاډ او رښتیني فرصتونو سره په افغانستان کې پانګونه وکړي او پانګونه عملي کړي. د کانونو، صنعت، سوداګرۍ، کرنې، انرژۍ، خدماتو او نورو برخو کې پرمختګونه شوي او یو ځل بیا موږ په اړوندو برخو کې د دوست هېواد اوزبکستان له پانګوالو څخه غواړو چې پانګونه وکړي.»

بل‌خوا نن چهارشنبه، چنګاښ ۱۳مه» د اوزبکستان پلازمېنه تاشکند ښار کې د افغانستان د کورنیو محصولاتو او تولیداتو څلور ورځنی نندارتون پرانېستل شو او تر راتلونکې شنبې به دوام ولري.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، دغه نندارتون کې ۲۵۰ سوداګرو او صنعت‌کارانو د وچې میوې، غیرالکولي څښاک، ګران‌بیه او نیمه‌ګران‌بیه ډبرو او غالیو په څېر د افغانستان ځینې نور تولیدات او محصولات نندارې ته اېښي دي.

دغه نندارتون کې یوشمېر ګډون‌کوونکي سوداګر او صنعت کاران د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د ګډې پانګونې په برخه کې د ورته نندارتونونو جوړېدل مهم بولي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل: «افغانستان او اوزبکستان لپاره د دې نندارتون اهمیت د ګډې پانګونې او لېږد رالېږد برخه کې ډېر دی او دې برخه کې دوه اړخیزې هوکړې شوې دي.»

د افغانستان د کورنیو محصولاتو او تولیداتو د څلور ورځني نندارتون ګډون‌کوونکي شکیب‌احمد یار هم وویل، تاشکند کې د دغه نندارتون جوړول د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د صنعت او سوداګرۍ له ودې سره مرسته کوي.

هغه وویل: «د افغانستان او اوزبکستان نندارتون دی او ښه ګام دی چې د دواړو هېوادونو پر صنعت او سوداګرۍ وده لري او د دواړو په ګټه دی.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي د سې‌شنبې پر ورځ د اوزبکستان لومړي وزیر عبدالله عارف ‌اف سره هم لیدلي دي. دغه لیدنه کې دواړو لورو پر لویو دوه اړخیزو او سیمه‌ییزو پروژو او پروګرامونو بحث او خبرې کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام