Asset 1SWN

سلام وطندار

د ۱۲۰میلیون افغانیو په ارزښت د نورستان بیروج ډبرې وپلورل شوې

نورستان بیروج ډبرې

د کانونو او پترولیم وزارت ویلي چې د نورستان کامدېش ولسوالي کې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج ډبرې وپلورل شوې.

دغه وزارت نن (دوشنبه، سرطان ۲۳) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قیمتي او نیمه‌قیمتي ډبرو داوطلبي د نورستان د کانونو رییس او ځايي چارواکو په حضور کې ترسره شوه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه داوطلبۍ کې ۱۶۵ کیلوګرامه بیروج د ۱۲۰ میلیون افغانیو په بدل کې وپلورل شول او د اسلامي امارت ونډه په کې ۱۲ میلیون افغانۍ ده.

دغه وزارت زیاته کړې چې یاده داوطلبۍ کې د لومړي ځل لپاره د نورستان له کانونو استخراج شوي یاقوت هم پلورل شوي، خو د بیې او مقدار په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام