Asset 1SWN

روزګان کې ګڼ‌شمېر وسلې نیول شوي

1000201406

د روزګان امنیتي مسوولان وايي چې د یاد ولایت په اړوند سیمه کې یې، د وسلو او مهماتو یوه لویه ډېپو کشف او ضبط کړې ده.

د دغه ولایت د امنیه قومنداني ویاند بلال احمد روزګانی سلام‌وطندار ته وايي چې دغه ډېپو د مرکز ترینکوټ ښار په تالاني سیمه کې د پخواني حکومت د یوه چارواکي په کور کې موندل شوې ده.

نوموړی زیاتوي چې دا عملیات د کشفي معلوماتو پربنسټ شوي چې په ترڅ کې یې شپږ میله کلاشنکوفونه، یوه دهشکه، سلګونه لاسي بمونو (ګرنیټونو)  او زرګونه  فیره د راکټ، پیکا، دهشکې او کلاشنکوف مرمۍ نیول شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د روزګاني په وینا، امنیتي ځواکونو ته یوشمېر نور پوځي تجهیزات هم په لاس ورغلي او همداراز دوه شکمن کسان هم نیول شوي دي. نیول شوي کسان به تر پلټنو وروسته خوشې او یا هم عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام