Asset 1SWN

سلام وطندار

شمالي کوریا د نویو بالېستیک توغندیو ازموینه کړې

north-korea-launches-intercontinental-ballistic-missile

د شمالي کوریا دولتي رسنۍ وايي چې دغه هېواد د نویو تاکتیکي بالېستیک توغندیو ازموینه کړې چې د کروز او د اټمي لویو سروکو د لېږد وړتیا لري.

د یاد هېواد د دولتي رسنۍ « KCNA» راپور ورکړی چې د یادو توغندیو ازموینه کېم جونګ اون پر غاړه لرله او په وینا یې، د بهرنیو ګواښونو مخنیوي او د هېواد امنیت لپاره د پرمختللو وسلو ترلاسه کولو لپاره ازموینو ته اړتیا ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چهارشبنې ورځې، سپټمبر ۱۸مه په توغندیزو ازموینو کې د Hwasongpho-11-Da-4.5 په نوم تاکتیکي بالېستیک لنډ واټن وېشتونکي توغندي شامل وو چې د ودې په حال کې دي.

د شمالي کوریا د دولتي رسنۍ د راپور له مخې، دغه توغندی د ۴.۵ ټُنه لویو سرکو د لېږد وړتیا لري.

دغه راپور وروسته له هغې خپرېږي چې سوېلي‌کوریا وايي، د تېرې یوې اوونۍ پرمهال دا دویم ځل دی چې شمالي کوریا د توغندیو ازموینه  کوي.

تېره اوونۍ شمالي کوریا د لومړي ځل لپاره د خپلو اټمو وسلو له تاسیسات اخیستل شوې ویډیوګانې خپرې هم کړې.

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د شمالي کوریا مشر کېم جونګ اون همداراز د خپلو اټمي وسلو د وړتیا ترڅنګ د پرمختللو پوځي مسلکي وړتیاوو پر لرلو هم ټينګار کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام