Asset 1SWN

سلام وطندار

نورالدین عزیزي د ازادو زونونو سازمان کانګرس غونډه کې ګډون کړی

G234gqfXIAAJwdY

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې نورالدین عزیزي د چین هېواد هینان ښار کې د نړیوالو ازادو زونونو سازمان د ۱۱م کانګرس په پرانیست غونډه کې ګډون کړی.

دغه کانګرس نن د اکټوبر له ۱۰مې تر ۱۲مې د بدلون په حال کې نړۍ لپاره د ډیجیټلي حل‌لارو له لارې د سوداګرۍ ارزولو په موخه ترسره کیږي.

یاد کانګرس کې نړیوال حکومتي چارواکي او د نړیوالو او سیمه‌ییزو سازمانونو استازي ګډون لري.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نورالدین عزیزي د تېرې چهارشنبې په ورځ د ازادو زونونو سازمان ۱۱م کانګرس کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مخکې ویلي و چې عزیزي به د ازادو زونونو د نړیوال سازمان مسوولانو په رسمي بلنه هغه غونډه کې ګډون او وینا وکړي.

همدارنګه به د یادې غونډې له ګډونوالو سره دوه اړخیزې لیدنې هم ولري.

د ازادو زونونو د نړیوال سازمان ۱۰م کانګرس تېر کال په دوبۍ ښار کې ترسره شوی وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام