د عامې روغتیا وزارت نن (سهشنبه، ثور ۹) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست نور جلال جلالي کابل کې د ایران سفیر عليرضا بیکدلي سره لیدلي.
دغه لیدنه کې دواړو لورو د سرطاني ناروغیو په برخه کې د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت په لوړونې، طبي تجهیزاتو برابرولو، افغانستان ته د با کیفیته درملو او عصري طبي تجهیزاتو را واردولو، کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو په څرنګوالي او دوه اړخیزو روغتیايي همکاریو خبرې کړي.
دغه راز، د ایران سفیر د روغتیا برخه کې د همکارۍ او نږدې راتلونکي کې یې کابل او بامیان کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلې د پیل ډاډ ورکړی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه د سرطان په برخه کې د ظرفیت لوړونې پروګرامونو جوړولو ژمنه هم کړې ده.
دا داسې مهال دی چې افغانستان کې د سرطان ناروغانو لویه برخه د درملنې لپاره پاکستان او ایران ته ځي چې د تلو پرمهال سختو ستونزو سره مخ دي.